د افغانستان په کندز کې چاودنې لږترلږه ٣٣ کسان وژلي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا پېښه د اپریل پر ۲۲مه مازیګر د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې شوې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا پېښه د اپریل پر ۲۲مه مازیګر د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې شوې ده.
کندز کې د جومات دننه چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي او ۴۳ ټپیان دي د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن مازدیګر د کندز امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن مازدیګر د کندز امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. هغه وویل، په پېښه کې ۳۳ ولسي خلک چې ماشومان هم په کې دي وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان دي. مجاهد دغه پېښه غندلې او عاملينو ته د سزا ورکولو ژمنه وکړه. تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.
د کابل په لوېدیځ کې د وروستیو امنیتي پېښو په غبرګون کې د عامو خلکو او د قربانیانو کورنیو او خپلوانو لاریون ترسره کړ. هزاره توب جرم نه دی، د هزار ګانو وژل بس کړئ! دا هغه شعارونه وه چې نن جمعه په کابل کې په دشت برچي سیمه کې د هزاره وګړو، پر عبدالرحیم شهید ښوونځي د برید د پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو د یو لاریون په لړ کې ویل. د دغه لاریون یوې تنظیموونکې عاطفې فاطمي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې لاریون د ترسره کولو هدف د خلکو له لوري د ځانونو د امنیت غوښتنه وه. هغې زياته کړه: "نور د خلکو... Читать дальше...
د کابل د شهزاده سرای یو شمېر صرافان د طالبانو په رهبرۍ د افغانستان بانک له لوري د کار د جوازونو په اړه د نوې پرېکړې يه غبرګون کې وایي چې د دغې طرحې د عملي کولو توان نه لري. د کابل ښار یو شمېر صرافانو د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک له لوري د نوې طرحې په اړه غبرګون وښود. په دغه طرحه کې راغلي، صرافان باید د کار د جواز لپاره ۵ میلیونه او د پیسو خدماتو شرکتونه باید ۵۰ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه دغه بانک ته وسپاري. د شهزاده سرای یو صراف چې ویې نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي... Читать дальше...
په خوست کې نجونې او مېرمنې غوښتنه کوي چې ورته دې د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي. دوی وايي، ښځې د هرې بشري ټولنې د وګړو نیمايي برخه جوړوي او د نارینه وو په شان د دوی کار او زده کړو ته اړتیا موجوده ده. نور حال د نجیب الله الوخیل په ویډیويي راپور کې.
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جامع جومات کې چاودنه شوې ده. د سیمه ییزو سرچنیو د معلوماتو له مخې، نن جمعه مازیګر مهال ګڼ شمېر دینې عالمان، دمدرسې حافظان او عام خلک د همدې مدرسې په خانقا کې پر ذکر بوخت وو، چې پرې چاودنه شوې او له امله زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو دقیق شمېر یې لا نه دى روښانه شوى. دغه جومات د اهل سنت د پيروانو دي. د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني هم دغه پيښې تایید او وايي، چې ددې پيښې جزييات وروسته له رسنیو سره شریک کوي. د مولوي... Читать дальше...
څو شېبې مخکې د کابل ښار د دارالامان پر سړک کفایت سنټر ته څېرمه درنه چاودنه وشوه. تراوسه پورې د پېښې جزييات نه دي په ډاګه شوي او نه هم طالبانو په دې اړه څه ويلي. په سيمه سرچينې وايي، ماين د سړک غاړې ته ځاى پر ځاى شوى و چې د طالبانو رينجر موټر يې نښه کړ. په همدې حال کې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جامع جومات کې چاودنه شوې ده. د سیمه ییزو سرچنیو د معلوماتو له مخې، نن جمعه مازیګر مهال ګڼ شمېر دینې عالمان، دمدرسې حافظان او عام خلک د همدې مدرسې په خانقا کې پر ذکر بوخت وو، چې... Читать дальше...
د لرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف احتجاجونه پیل کړي او غوښتنه یې په ملک کې زر تر زره عام انتخابات کول دي.
د مفتي تقي عثماني په لیک کې راغلي چې "دا مهال په افغانستان کې یوه لویه ستونزه د نجونو د تعلیم ده، زموږ رایه داده چې په شرعي چوکاټ کې دننه د نجونو د تعلیم لپاره مناسب انتظام کول اړین دي."
هند او بریتانیا له روسیې وغوښتل، چې په اوکراین کې سمدستي اوربند وکړي. د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره نن ګډې خبرې غونډې ته وویل، چې دواړو لوریو د اوکراین د ستونزې د هواري لپاره پر خبرو او دیپلوماسۍ ټینګار وکړ. بوریس جانسن پرون په دوه ورځني سفر هند ته ولاړ. هند تر اوسه پر اوکراین د روسیې مداخله نه ده غندلې او د روسیي وسلو یو ستر واردونکی هېواد دی.
نوموړي بېګا (د اپریل پر ۲۱مه) په لاهور کې جلسې ته په وینا کې د لاریون نېټه و نه ښوده خو پر خلکو یې غږ وکړ چې په دې تحریک کې دې ورسره ملګري شي:
د جمعې په ورځو تفریحی سیمو او د طبیعت شنو غرونو لمنو ته تلل د افغانستان د خلکو په تېره بیا د کابل د خلکو له ډېر پخوا راهیسې دود دی. خو یو شمېر هغه کسان چې مېلو ته د تګ او تفریح کولو لېواله دي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته مېلو خپل پخوانی خوند او فضا له لاسه ورکړې ده. د کابل اوسېدونکې شيرين ګله چې د ډېرو نورو کورنيو په څېر مېلو ته تلل یې خوښېږي، وايي چې پخوا به د جمعې په ورځو او نورو مناسبتونو کې له خپلې کورنۍ سره تفريحي پارکونو ته تلله. خو شیرین ګل وايي، د طالبانو له خوا... Читать дальше...
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین دعوه کړې ده چې د اوکراین ماریوپول ښار یې تر شاوخوا دوو میاشتو نښتو وروسته، د ده په وینا، " ازاد " کړی دی.
په مزار شریف کې د اهلتشیع پر جومات د پروني برید وروسته چې لږ تر لږه ۲۵ تنه په کې ووژل شول، طالب چارواکي د دې حملې د طراح له نیولو خبر ورکوي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، یاد کس په دې ولایت کې د داعش مسوول او د دې بریدونو طراح وو. "د دې بریدونو د تعقیب په موخه استخباراتي ځواکونه وتوانېدل چې د پېښو طراح چې د داعش ډلې مسوول هم ونیسي. دی په تېر کې په بلخ او اوسنیو عملیاتو تر شاه و چې د ملکي خلکو خصوصا زموږ د اهلتشیع هېوادوالو ترمنځ یې چاودنه وکړه. په دې پېښه کې نور ښکېل کسان تر څارنې لاندې دي. Читать дальше...
په هند کې د غواګانو له خوشایو ( خوشایان یا غوشایان هم بلل کېږي) څخه د ګیس پیدا کولو چارې روانې دي. په دې بهیر کې کروندګرو او شپنو ته د فضلې په بدل کې پیسې ورکول کېږي او تمه ده چې دا پروژه به خلکو ته ګټه ورسوي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کړې ده چې د اوکراین ماریوپول ښار یې تر شاوخوا دوو میاشتو نښتو وروسته، د ده په خبره، «ازاد کړی دی». په عین وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین لپاره د اته سوه میلیونه ډالرو د مرستې د اعلان پر وخت د پوتین پرونۍ ادعا د ((شک وړ)) بللې او تر پوښتنې لاندې یې راوستې. بایډن بېګا وویل، د پوتین پر دعوو سربېره، ((داسې هېڅ شواهد نه شته چې ګواکې ماریوپول دې بشپړ سقوط شوی وي.)) اوکرایني ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د نوموړي مننه کړې خو ویلي یې دي چې هېواد یې لا زیاتې مرستې ته اړتیا لري. Читать дальше...
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني صدراعظم عمران خان د نوي حکومت پرضد تر لاهور وروسته د اسلام اباد پر لور د احتجاجي لاریون اعلان کړی دی. نوموړي بېګاه په لاهور کې ولسي غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې حکومت یې د بهرني سازش په نتیجه کې ړنګ شو. عمران خان تر دې مخکې هم ادعا کړې چې پخوانیو مخالفو سیاسي ګوندونو د امریکا په ملاتړ د ده پرضد د صلب اعتماد د رایګیري طرحه ورکړې وه. د پاکستان د اېتلافي حکومت ګوندونو او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی. عمران خان د لاهور غونډې ته وویل... Читать дальше...
سفارت په دې اړه په ټویټر باندې دا بیان د هغې ویډیو تر خپرېدو وروسته ورکړی چې پکې یوه کس د طالبانو په پلوۍ سپین رنګه بیرغ د سفارت مخ ته رپوي او ادعا کوي چې دا بیرغ به په ټوله نړۍ پورته شي. https://twitter.com/AfghanistanInUK/status/1517093097636831232 په بریټانیا کې د افغانستان د سفارت په ټوېټر پاڼه په خپاره شوي بیان کې راغلي: «بیرغ د هیواد د ویاړلي او لرغوني تاریخ سمبول دی. د افغانستان ملي بیرغ د آزادۍ، مبارزې او یووالۍ نښه ده چې تل لوړ او همداسې رپانده پاتې کیږي.» د طالبانو د حکومت څه باندې... Читать дальше...
دا خبره د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په ټوېټر باندې لیکلې، چې تېر ماښام د مزارشریف د دوهمې حوزې اړوند بابه قمبر په سیمه کې یو کس له خپل کور څخه په طالبانو ډزې کولې په مقابلو ډزو کې ووژل شو. اخوا ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې راغلي چې وژل شوی کس د بلخ د پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند د یوه مشر عطامحمد نور خوریی سهیل زمری و. په رپوټونو کې زیاته شوې چې سهیل زمري په مزارشریف کې یوه وسله واله ډله درلوده او په طالبانو یې د برید پلان جوړ کړی و.
نور رحمان له دېرشو کالو راهیسې په یوه نادولتي اداره کې د اجتماعي کارکوونکي په توګه کار کوي، دی معتادینو ته مشورې ورکوي او د نشې په پرېښودلو کې مرسته ورسره کوي. نور رحمان وايي چې له معتادینو سره د کار په جریان کې يې له معتادینو څخه ډېرې غمجنې کيسې اورېدلي. نور رحمان د یوه داسې معتاد کیسه کوي چې د بې احتياطۍ له امله يې خپل زوی د بلا خولې ته ورکړی دی. دا چې د دې معتاد له لاسه څنګه خپل زوی ووژل شو؟ دا به د نور رحمان له خولې واورو:
دلته د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې هوايي ډګر ته نژدې په يوه زندان کې له څو مياشتو راهيسې یو زر او اته سوه معتادان له دې امله ساتل کېږي چې نشه پرېږدي. له دوی څخه پنځه سوه يې تازه تر نشې پرېښودلو وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د نيمروز ولايت د معتادانو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسئول ډاکتر خليل کاظمي ازادۍ راډيو ته وويل، په دې تداوي شويو ناروغانو کې ځينې يې نورې ناروغۍ هم لري چې د نشې تر پرېښودلو وروسته به يې درملنه وشي. " موږ نژدې (۵۱) ناروغان درلودل چې د تور او سپين ژړي ناروغۍ... Читать дальше...
ملګرو ملتونو، امریکا او پاکستان په افغانستان کې د پنجشنبې (زیارت) د ورځې د حملو غندنه کړې او پکې یې پر مرګ ژوبله خواشیني ښوولې ده.
د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې داسې مهال له کوکنارو څخه تارياک راټول شول چې څو ورځې وروسته په دې ولايتونو کې د کوکنارو نوی فصل پيل کېږي. د افغانستان تاوده ولايتونه د کوکنارو د څلورو فصلونو لپاره مناسبه هوا او اوبه لري، د دې ولايتونو بزګران وايي دوی ځکه د کوکنارو کښت ته مخه کړې چې وچکالي ده او نور زراعتي محصولات يې مناسب بازار نه لري. د روزګان ولايت يو بزګر ولي جان او کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی عصمت الله تازه له خپلو کوکنارو څخه تارياک راټول کړي او خپلې ځمکې د بل کښت لپاره چمتو کوي. Читать дальше...
د راپورونو له مخې، د اوکراین د ماریوپول ښار د ازوف ستال د پولادو په فابریکه کې سلګونو اوکرایني ملکیانو، ماشومانو او ټپي شویو دفاع کوونکو پناه اخیستې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د خپل هېواد دفاع وزیر ته وویل، دا صنعتي سیمه داسې ایساره کړي چې یوه ماشه هم ورڅخه ونه تښتي. د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو په دې غونډه کې، چې له تلویزیون څخه خپرېده، ولادیمیر پوتین ته په ځواب کې وویل چې په ازوف ستال کې تر ۲ زره ډېر اوکرایني پوځیان پاتې دي. پوتین په ځواب کې وویل چې پر دې ستره صنعتي سیمه حمله به د ډېرو روسي سرتېرو ژوند واخلي. Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости