د اوکراين ماريوپول ښار کې کلا بند ملکيان؛ پوتين: حمله پرې وکړئ
د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو په دې غونډه کې، چې له تلویزیون څخه خپرېده، ولادیمیر پوتین ته په ځواب کې وویل چې په ازوف ستال کې تر ۲ زره ډېر اوکرایني پوځیان پاتې دي.
پوتین په ځواب کې وویل چې پر دې ستره صنعتي سیمه حمله به د ډېرو روسي سرتېرو ژوند واخلي.
روسیې د سې شنبې او چهارشنبې ورځې اوکرایني ځواکونو ته وروستی مهلت ټاکلی و چې ځانونه تسلیم کړي خو اوکراینیانو مقاومت ته دوام ورکړی دی.