نيمروز کې زنداني شوي دوه زر معتادان؛ ۵۰۰ يې ازاد کړی شول
د نيمروز ولايت د معتادانو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسئول ډاکتر خليل کاظمي ازادۍ راډيو ته وويل، په دې تداوي شويو ناروغانو کې ځينې يې نورې ناروغۍ هم لري چې د نشې تر پرېښودلو وروسته به يې درملنه وشي.
" موږ نژدې (۵۱) ناروغان درلودل چې د تور او سپين ژړي ناروغۍ يې درلودې، د دوی درملنه تر اوسه نه ده شوې او په زرنج ښار کې دي، ان شاالله چې د امکان په صورت کې به د دوی درملنه هم وکړو، نژدې له څلورو مياشتو راهيسې مو بودجه نه درلوده او د معتادو ښځو او ماشومانو شل بستريز روغتون خو بيخي له څوارلسو مياشتو راهيسې بودجه نه درلوده. "
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان او ځينو نورو مرستندويه ادارو په وروستیو مياشتو کې د افغانستان د روغتيايي ادارو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل او د روغتونونو د اړتياوو په برخه کې يې هم ځينې مرستې ورسره وکړې، خو له اوه میاشتو راهیسې د معتادانو د درملنې په برخه کې هیڅ ډول مالي او تخنيکي مرستې نه دي شوي.
هغه معتادان چې د طالبانو د حکومت له خوا په زندانونو کې ساتل کېږي، په زندان کې د خپل وضعيت په اړه شکایت کوي، ځکه د دوی په وينا، په زندان کې معتادان ډېر دي او د خوړو د نشتوالي تر څنګ روغتيايي امکانات هم نه لري.
د معتادانو د درملنې متخصص ډاکټر منصور ارشاد د معتادانو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مرستنو بندېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، له درملنې پرته معتادان په زندانونو کې هغوی له نورو ستونزو سره مخ کوي:
" وينم چې ډېر خلک نشه کوي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري، کله چې د نشه يي موادو دومره ډېرو معتادانو ته پر وخت روغتيايي اسانتياوي برابرې نه شي، نو يو لوی ناورین به پېښ شي. "
د زنداني معتادانو د وضعيت په اړه شکايتونه داسې مهال راپورته کېږي چې په افغانستان کې د معتادانو د درملنې ډېری روغتيايي مرکزونو د بستري کېدو خدمات درولي دي، خو د طالبانو د حکومت له خوا اوس هم له ښارونو څخه معتادان راټولېږي او د نشې پرېښودلو لپاره په زندانونو کې ساتل کېږي.
ـــ
راپور: مرسلین ارسلا