تازه خبر: د کندز دننه په جومات کې د چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي او ۴۳ ټپیان دي
هغه وویل، په پېښه کې ۳۳ ولسي خلک چې ماشومان هم په کې دي وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان دي.
مجاهد دغه پېښه غندلې او عاملينو ته د سزا ورکولو ژمنه وکړه.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.