د يوناما مرستيالې د شيعه او نورو ټولنو له استازو سره ليدنه کې خواخوږي ښودلې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیالې میتي نودسن پرون د هزاره ګانو او نورو شیعه ټولنو له استازیو سره په کتنه کې د ورستیو حملو په اړه خبرې وکړې او هم یې ورسره خپله خواخوږي وښوده.
یوناما پرون په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې نوموړې پردې خبرې ټینګار وکړ چې دا مهمه ده چې د ټولو افغانانو خوندیتوب او د بشري حقونو او هم د تصمیم نیونې د یوې داسې ټول شموله مرجع مسله یقیني شي چې د افغانستان د ټولو پرګنو استازیتوب وکړي.
د یوناما مرستیال مشره د شیعه ګانو له استازیو سره دغه کتنه داسې مهال ترسره کوي چې په کابل، بلخ او کندوز ولایتونو کې پردغو مذهبي لږکيو په وروستیو خونړیو حملو کې چې د ځینو مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.