اوکراین کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ژورنالیسته مړه شوه
د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ژورنالیسته ویرا ګیریچ د اوکراین په پلازمېنه کییف کې مړه شوه.
هغه ودانۍ چې دې په کې ژوند کاوه، د پنجشبې په ورځ د روسیې د هوايي برید ښکار شوه.
د ازادۍ راډیو د اوکراینۍ څانګې د راپور له مخې د مېرمن ګیریچ مړی نن له نړېدلې ودانۍ پیدا شو.
هغه چې په ۱۹۶۷م کال زېږېدلې وه، په ۲۰۱۸م کال کې یې له ازادۍ راډیو سره کال پیل کړ.