د هوايي حريم د سرغړونو په اړه ډنمارک او سويډن د روسيې سفيران احضاروي
دغو هېوادونو وروسته له هغه د روسیې د سفیرانو د احضار خبره وکړه چې د راپورونو په اساس د روسیې یوې جاسوسي الوتکې د دواړو هېوادونو د فضايي حریم څخه سرغړونه کړې.
چارواکو ویلي، الوتکه د اپریل په ۲۹مه د ډنمارک د بالتیک ټاپو په ختیځ کې د سویډن هوايي حریم ته له الوتلو مخکې د ډنمارک هوايي قلمرو ته ننوته.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جیپ کوفود د می په لومړۍ نېټه په ټویټر "د ډنمارک له فضا څخه د روسیې نوې سرغړونې" ته په اشارې سره وویل: "د روسیې سفیر دوشنبه د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی. "
د سویډن د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په ستاکهولم کې به د روسیې سفیر احضار کړي.
د سویډن او روسیې تر منځ هم وروسته له هغه اړیکې سختې سړې شوي چې سویډن په ناټو کې د غړیتوب لېوالتیا ښودلې.
روسیې وار دمخه په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د غوښتنو په اړه کلک مخالفت ښودلی دی.