سيګار: طالبان به د نجونو ښوونځيو لپاره کافي امکانات ونه لري
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټونکې اداره یا سیګار وایي، دا نه ده څرګنده چې طالبان به په ښوونځیو کې د زده کړې د جلا بهیر د پرمخ وړلو لپاره کافي امکانات او ښځینه ښوونکې ولري. سیګار دا خبره په خپله ټویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي، مخکې له دې چې پخوانی حکومت نسکور شي، د پوهنې وزارت یې خبر ورکړى و چې په ښوونځیو کې د زده کړې کافي امکانات نه شته او لږترلږه پنځوس زره نورو ښوونکو ته اړتیا ده. طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې اته نیمو میاشتو کې په ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو د زده کړې وختونه... Читать дальше...