عراق کې د ايربيل د تېلو چاڼځای ته نږدې شپږ توغندي لګېدلي
د کردستان د ترهګرۍ ضد چارواکو بېګاه په يوه بيان کې وويل، دغه توغندي له نینوا ولایت څخه توغول شوي او د KAR چاڼځای ته نږدې لګیدلي.
چارواکو چاته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.
د برید پړه په سمدستي توګه نه ده منلې شوې.
د اپرېل په شپږمه د تېلو دې تصفیه خانې ته څېرمه درې توغندي لګېدلي و، پرته له دې چې مرګ ژوبله رامنځته کړي.
د مارچ په میاشت کې، ایران په اربیل باندې په لسګونو بالستیک توغندیو برید وکړ او ادعا یې وکړه چې د اسراییلو "ستراتیژیک مرکز" یې په نښه کړی دی.
کرد چارواکو ټینګار کړی چې یهودي دولت په اربیل کې یا نږدې سیمو کې کوم مرکز نه لري.