د سوريې ولسمشر په ناڅاپي سفر ايران ته تللى
د سوریې ولسمشر بشارالاسد پرون ایران ته په ناڅاپي سفر، د ایران له رهبر ایت اله علي خامنه اي او د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره وکتل.
دا له کله چې ۱۱ کاله مخکې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوې دویم وار دی، چې بشارالاسد ایران ته سفر کوي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې کتنې پر مهال دواړو لوریو د خپلو هېوادونو «پیاوړې اړیکې» وستایلې او د لا پیاوړتیا ژمنه یې وکړه.
د ایران اسلامي جمهوریت له روسیې سره یوځای د سوریې له عمده متحدانو ګڼل کېږي او د اسد د واکمنۍ د دوام ملاتړ کړی دی.