د غزني د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي: ښوونکو مو ټولګيو ته نه راځي
د غزني د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي وايي، ډېری وخت يې ښوونکي ښوونځي, او ټولګيو ته نه راځي چې د دوی پر درسي بهير يې منفي اغېز کړی دی. نور الله چې د غزني ښار په سید احمد مکه يي لېسه کې د شپږم ټولګي زده کوونکی دی وايي، هره ورځ ښوونځي ته ځي خو د ښوونکو د نه راتګ له امله یې زده کړې سختې اغېزمنې شوې دي. دی وايي، ډېری وخت یې تر نیمايي زیات ښوونکي په ښوونځي کې زده کړو ورکولو ته نه حاضریږي. نورالله زیاتوي: "زموږ شپږ مضمونونه دي، استادان مو کله دوه وي، کله یو وي، کله لا بېخي راځي نه." يو بل زده کوونکی... Читать дальше...