د افغانستان فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډله تاجکستان ته تللې
د افغانستان فوټبال فدارسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلې، چې دغه لوبډله تېره ورځ په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړه.
د فدراسیون په وینا، د افغانستان په استازیتوب به په دغو سیالیو کې ۲۳ تنه ورزشکاران او ۶ تنه یې تخنیکي همکاران ګډون وکړي.
د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، په دغو سیالیو کې به د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ایران او قرغزيستان د ۱۶ کلنو کم عمره لوبډلې د مې له ۱۳مې څخه تر ۱۸مې پورې سیالۍ وکړي.
د يادونې ده، چې د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه چې د دغې لوب لړۍ لومړۍ لوبه هم ده د مې په ۱۳مه له قرغزيستان سره وي.