لسګونه لوبغاړو د بدن ښکلا او فیټنس ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ
له سلو ډېرو لوبغاړو د بدن ښکلا او فیټنس ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د بدن ښکلا او فیټنس د غوراوي سیالۍ چې د چنګاښ په ۱۱مه نېټه پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د ولایتونو ۱۸۰ او د کابل ۱۹۳ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د دې لوبغاړو له ډلې ۱۱۰ لوبغاړي د ښکلا او فیټنس ملي لوبډلې ته غوره شول.