يوناما په کابل کې د بهرنیو هېوادونو د ډيپلوماتيکو استازوليو د فعالیت هرکلى وکړ
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما نوي مرستیال او سرپرست مارکوس پوټزل د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماتیکو استازولیو د فعالیت هرکلی کوي او غواړي چې نور هېوادونه هم په دې هېواد کې سفارتونه پرانېزي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا په یوه ټویټ کې ویلي، چې ښاغلي پوټزل په دې کتنه کې چې نن یې ترسره کړه، متقي ته د خپل ماموریت په اړه معلومات ورکړل او د ښه ماموریت... Читать дальше...