هند له ويسټ انډیز سره سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه
هند له ويسټ انډیز سره سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.
د هند کرکټ بورډ نن د خپلې لوبډلې ۱۶ کسیز نوملړ خپور کړ چې لوبډلمشري یې شېکر ډهون کوي.
له ویسټ انديز سره په لوبو کې د هند تجربه لرونکي لوبغاړي روهېت شرما، وېراټ کوهلي، محمد شامي او ځینې نور نه شته او تر ډېره ځوان لوبغاړي په لوبډله کې اخیستل شوي دي.
د هند کرکټ بورډ ویلي، چې غواړي ځینې تجربه لرونکي لوبغاړي یې د څه مودې لپاره استراحت وکړي.
د هند او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې چې د ويسټ انډيز په کوربه توب کېږي، د جولای په ۲۲مه به پیل او د اګست مياشتې تر ۷مې دوام وکړي. دواړه لوبډلې به ۳ یوورځنۍ او ۵ شل اوریزې لوبې وکړي.