جرمني له افغانستان سره د ۵۵ ميليون يورو مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې، اوچا پر خپله ټویټرپاڼه د جرمني د دې مرستو هر کلی کړی او ویلي یې دي چې جرمني په روان کال کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د ژوند ژغورنې د بېړنو مرستو لپاره د پنځوس ملیونه یورو مرسته کړې او هم یې د راتلونکي کال لپاره له دې صندوق سره د پنځه ميلیون یورو مرستې ژمنه کړې ده.
جرمني د بسپنې د دې صندوق دوهم لوی مرسته کونکی بلل شوی چې د مرستو اندازه یې له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۱۵۲ ميلیون او شپږ سوه زره یورو ته رسیږي.