د يوناما نوی مرستيال: افغانستان لپاره کار کولو ته ژمن يم
ښاغلي پوتزل چې له ۲۰۱۷ نه تر۲۰۲۱ کال پورې یې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د روان کال د جون په اولسمه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د افغانستان د سیاسي ماموریت لپاره د خپل نوي مرستیال په توګه وټاکه.
نوموړي په یوه ټویټ کې چې د یوناما پرپاڼه خپورشوی، افغانستان ته د رسېدو او د دندې د پیلېدو خبر ورکړی دی.