امريکا به د جي شل هېوادونو غونډه کې په روسيې د سمندري لارو پرانيستلو غوښتنه مطرح کړي
انتوني بلینکن چین ته هم خبرداری ورکړ چې د ماسکو د جګړې ملاتړ ونه کړي.
په اقتصادي برخه کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رامین تولوي وویل چې ښاغلی بلینکین به دا موضوعات د جمعې په ورځ د جي شل هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح کړي.
ښاغلی بلینکین نن د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بالي ته روان دی.
ټاکل شوې ده چې دی له خپل چینایي سیال وانګ یي سره خبرې وکړي خو دا تمه نهکیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به ګوري.