پاکستان: شمالي وزيرستان کې يو پوځي وژل شوی
د راپور له مخې، دا نښته ډیورنډ کرښې ته نژدې په میرعلي سیمه کې شوې خو د پاکستان پوځ په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
د افغان طالبانو په منځکړتوب له کوچني اختر وروسته د پاکستان د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ اوربند ټینګ شو خو اوس داسې ښکاري چې د دوو خواوو خبرې ناکامې شوي او موقت اوربند پای ته رسېدلی دی.
په دې وروستيو کې پاکستان کې د وسله والو لخوا غلچکي بريدونه هم ډېر شوي دي.
دوه ورځې وړاندې ډېره اسماعېل خان دوه ترافيک پوليس افسران ووژل شول.