Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Июль
2022

Новости за 07.07.2022

Mashaalradio.com 

خيرپښتونخوا کې د نوو چړو او تبرونو کاروبار اغېزمن شوی

د لوی اختر په مناسبت د څارويو د قربانيو کولو لپاره د چړو او تبرونو د اخيستو اړتيا پېدا شوې خو د اوسپینو د بیو د لوړېدو له کبله سږکال د نوو چړو او تبرونو کاروبار اغېزمن شوی دی. خو ورسره د زړو چړو او تبرونو مرمت او تېره کوونکيو کاروبار بيا ښه شوی دی.




Mashaalradio.com 

په مردان کې د پوليسو پر تاڼه بريد مرګ ژوبله اړولې

د خيبر پښتونخوا په مردان کې د پوليسو په تاڼه بمي بريد شوی چې پکې یو پوليس والا وژل شوی او دوه پوليس او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي. د پوليس چارواکي وايي چې په بم کې ۱۰ کلوګرامه بارودي توکې استعمال شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بوريس جانسن له صدراعظمۍ او محافظه‌کاره ګوند له مشرۍ استعفا وکړه

بوریس جانسن بالاخره د برېتانیا له صدر اعظمۍ او ددې هېواد د محافظه کاره ګوند له مشرۍ لاس په سر شو. جانسن نن په لندن کې وویل چې د نوي رهبر او لومړي وزیر تر ټاکل کېدو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي. نوموړي ويلي: "روښانه ده چې د محافظه کاره ګوند وکیلانو غوښتنه داده چې دا ګوند یو نوی رهبر ولري او په همدې ډول دا هېواد یو نوی صدر اعظم. د پارلماني ډلې له ریس ګراهام برادي سره هوکړې ته رسېدلې یوو چې د نوي مشر د انتخاب پروسه سملاسي پیل شي او مهال وېش یې راتلونکې اونۍ اعلان شي. نن مې نوې کابینه وټاکله چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرېکټ درې ورځنۍ سيالۍ؛ هند د ويسټ انډيز خلاف لوبډله اعلان کړه

د هندوستان کرېکټ سلېکشن کمېټې تېره ورځ د ویسټ انډیز خلاف د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه. د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، په اعلان شوې لوبډله کې یو شمېر بدلونونه هم راغلي او د لوبډلې مشري "شکر دهوان" ته ورکړل شوې. ټاکل شوې ده چې د هند او ویسټ انډیز ترمنځ به درې یو ورځنۍ لوبې د روانې جولای میاشتې په ۲۲ مه، ۲۴ مه او ۲۷ مه نېټه د ویسټ انډیز په کوربه توب ترسره شي. دغه سیالۍ د نړېوال جام لپاره د چمتوالي په موخه ترسره کېږي.

Mashaalradio.com 

خالد ملک: پېښور ته له کډه شويو افغان هنرمندانو سره تر خپلې وسې مرستې کوو

د دې اونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی خالد ملک دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی صوابۍ دی خو د ژوند لويه برخه يې په پېښور کې تېره کړې او اوس هم له هغه ځايه خپل هنري کارونه مخ ته وړي. ملک وايي، په ۲۰۱۶ز کال کې يې د “ليلا ليلا ليلا” په نوم يوه سندره مشهوره شوه او تر هغې وروسته ده کوښښ کړی چې خپلو اورېدونکو ته نورې ښکلې سندرې وړاندې کړي. ملک زياتوي چې پېښور ته نوي کډه شوي افغان هنرمندان له يوه مشکل حالت سره مخامخ دي او دا چې دوی يې تر ممکنه بريده مرستې کوي. د خالد ملک د ژوند او هنر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د داعشيانو سل مشکوک غړي اعدام او تري تم کړي دي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان ختیځ کې څه باندې سل د داعش مشکوک غړي او ملاتړي اعدام یا په زور لادرکه کړي دي. دغه سازمان په یوه نوي راپور کې چې نن خپور شو ویلي، د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله یوازې د ننګرهار په یوه تش کانال کې څه باندې سل جسدونه موندل شوي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو د داعش د موندلو لپاره د پلټنې ښکاره عملیات کړي چې دې عملیاتو کې شپنۍ چاپې هم شاملې دي. دوی ویلي، شپني عملیات پر هغو اوسیدونکو باندې ترسره شوي چې داعش غړو ته د پنا ورکولو او د هغوی د ملاتړ ادعا پرې کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ښځو د طالبانو بيا ځلې غوښتنه: حجابونه مراعت کړئ

د طالبانو د امربالعمروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، د ښځو د حجاب په اړه د خپل امرالمومنین د فرمان په عملي کولو کې تر اوسه د بند او تعزیر موضوع ته نه دي رسېدلي. د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، دا ځکه چې ښځې حجاب مراعتوي او د نوموړي په خبره، هغوی چې نه یې مراعتوي هم دوی ورڅخه غوښتنه کوي، چې مراعات یې کړي. په داسې حال کې چې د ښځو د اجباري حجاب په اړه د طالبانو د حکومت د فرمان په تړاو کورني او نړیوال غبرګونونه لا نه‌دي ساړه شوي، د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان يوازې پارټېشن لرونکي پارکونه د خلکو پر مخ پرانيزي

د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې، د طالبانو د امر بالمعرو وزارت وايي، په کومو پارکونو کې چې پارټيشن موجود وي، یعني د نارینه او ښځینه مراجعینو ځایونه سره بېل وي، دوی هر ورځ کولای شي د ښځینه او نارینوو پر مخ خپل پارکونه خلاص کړي. د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دوی په دې اړه تېره ورځ د تفریحي پارکونو له مسوولینو سره کتلي دي. مخکې د دغه وزارت له خوا پارکونو ته د ښځو او نارینو ته تګ ورځې بیلې شوې وې. دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې یو شمېر کورنیو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

هيدر بار: طالبان په رسميت د پېژندو غوښتنه کوي خو د نړيوالو اندېښنې نه ځوابوي

د بشري حقونو د څار نړيواله اداره، هيومن رايټس واچ وايي د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر په خبرو کې د بشري حقونو د سرغړونو ودرولو په اړه هېڅ ونه ويل شو. د دې ادارې د ښځو د برخې مرستیالې، هیدر بار ويلي‌داسې نه ښکاري چې طالبان د هغو اندېښنو ځواب ویلو ته تیار شوي وي چې نړيوالو د افغانانو د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه څرګندې کړې دي. بار د جولای په اوومه ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د اختر پیغام د هغه وینا تکرار دی چې د علماوو د لویې غونډې په نوم د درې ورځنۍ ناستې په پای کې یې کړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خېبر پښتونخوا کې د بمي چاودنې له امله يو پوليس وژل شوی څلور ژوبل دي

نن د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې د پولیسو په یوه پوسته کې د بمي چاودنې له امله یو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور پولیس ټپیان دي. د چاودنې ځای ته د پولیسو یوه لویه ډله رسېدلې. د پلټنې د پولیسو یوه مسوول رانا ثناء الله رسنیو سره خبرو کې ويلي دي چې بم د ريموټ کنټرول په ذريعه چاؤدلى دی. د ژغورنې امبولانسونه او طبي ټیمونه د ټپیانو د مرستې لپاره سیمې ته ورغلي دي. دا بريد داسې وخت کې چې په شمالي وزيرستان کې هم وسله والو سره په نښته کې يو پوليس وژل شوی او يو ژوبل دی.

Pa.azadiradio.com 

روزګان: د دهراود ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان وژل شوی

په روزګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي نن ازادي راډيو ته تایید کړه چې د جمهوري نظام پر مهال د دهراوود امنیه قومندان شیراغا وژل شوی. هغه ادعا وکړه چې دا قومندان بېګا ناوخته د خپلو شخصي دوښمنانو له خوا وژل شوی. قریشي زیاتوي چې طالب ځواکونو د قومندان شيراغا د وژنې په تور دوه کسان نیولي هم دي. شیر اغا د تېر نظام پر مهال د دهراوود ولسوالۍ د پخواني قوماندان شاه محمد شاه چې د طالبانو د تر ټولو سرسخته دوښمن ګڼل کېده کلونه مرستیال پاتې شوی و او د قوماندان شاه محمد شاه تر وژل کېدو وروسته امنیه قوماندان شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نا امنۍ اندېښنې؛ کابل ښاریان د اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت غوښتنه کوي

يو شمېر خلکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته غواړي چې نا امنیو او جنايي پېښو مخه دې ونیسي. د دوی په بارو په کابل کې ورستیو چاودنو او راکیټي بریدونو د اختر په ورځو کې د ورته پېښو په تړاو اندېښنې زیاتې کړي. کابل، هغه ښار چې لا یې هم خلک د نه خوندیتوب احساس او ویرې سره مل ژوند لري. فواد او خېبر د دې ښار دوه تنه اوسېدونکي دي ازادي راډيو ته وويل: "لوی اختر را روان دی، خو بېګا شپه په کابل کې جنګ و، موږ اندېښنه لرو چې اختر کې به هم داسې یو حالت وي، د طالبانو له حکومت نه مو غوښتنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوی اختر او چمتووالی؛ خلک سږ کال اختر څنګه لمانځي؟

لوی اختر یا د قربانۍ اختر ته یوازې یوه بله ورځ پاتې ده، په داسې حال کې چې پر افغانستان طالبان واکمن دي او په دې هېواد کې بېکارۍ او بې وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده. سږ کال خلک څنګه اختر نمانځي؟ او ایا د بېلابېلو توکو د رانیولو توان لري؟ د شپږو اولادونو مور ګل غوټۍ ته ښايي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کېدل د اختر معنا ولري. نوموړې وايي، همدا شېبه په کور کې ګرد وړه او د خوراک لپاره هیڅ نه لري. نوموړې وايي: "اختر خو راغی خو د هغه خلکو به څه اختر وي چې په کور کې وړه نه وي، جامه او لباس خو پرېږده، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلنسکي: د لويديځ ورکړل شوی توپخانه‌يي سيستم د جګړې په ډګرونو کې اغېزناک ثابت شوی

ولودمیر زلنسکي پرون ناوخته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې د دغو درنو وسلو په پياوړې توګه کار کړی او ښه پایله یې لرله. د اوکراین ولسمشر وايي، دوی اوس بالاخره احساس کړه چې د لویدیځ له خوا ورکړل شوی توپخانه یی سیستم او درنې وسلې ښې ثابتې شوي دي. ولودمیر زلنسکي پرون په یوه ویډیویي پيغام کې وویل چې د همدغو درنو وسلو په وسیله د دوی ځواکونو "د یرغلګرو" ګدامونو او لوجستک مرکزونو ته کلکه ضربه ورکړې چې دا د ده په وینا د جګړې د اور له کمښت سره مرسته کوي. زلنسکي وایي، ځواکونه یې اوس د جنوبي سیمو خېرسون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د 'غیر ناټو عمده متحد' په توګه د افغانستان د لغوه کولو هڅه کوي

یو شمېر مطرحو امریکایي رسنیو راپورونه ورکړي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن کانګرس ته په یو استولي لیک کې دا اعلان کړی دی. امریکا وروسته له هغې دا اعلان کوي چې شاوخوا یوولس میاشتې وړاندې یې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ختم کړ. د ګڼو مطرحو امریکایي رسنیو په ګډون CNN ټلوېزیون راپور ورکړی چې جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۶ مه نېټه د امریکا ګانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ته په یو استولي لیک کې لیکلي چې: "د ۱۹۶۱ کال د بهرنیو مرستو د قانون د ۵۱۷ مادې له مخې، زه د غیر ناټو عمده متحد په توګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوداګريزو اسانتياو په موخه پاکستان سره انلاين غونډه وشوه

پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتياو برابرولو انلاین غونډه وشوه. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خپل رسمي وېب پاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزېر نورالدین عزیزي او پاکستاني سیال یې سید نوید قمر په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د راکړې، ورکړې د زیاتوالي خبرې کړې دي. په خبر کې دا هم راغلي، چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په خپله دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلنسکي: له لويديځو شريکانو ترلاسه شوې وسلې جګړه کې اغېز درلودلی دی

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، هغه توپونه چې اوکراین له خپلو لویدیځو شریکانو ترلاسه کړې، د جګړې په ډګر کې یې اغېز درلودلی دی. زلنسکي پرون ناوخته په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې د لویدیځ توپونو- هغو وسلو چې له شریکانو یې ترلاسه کړي، بالاخره ډېر پیاوړی اغېز کړی او دی یې دقت ستایي. هغه زیاته کړه چې د اوکراین پوځ پر ګودامونو او نورو ځایونو چې د اشغالګرو د لوژستیک لپاره مهم دي، د پام وړ ګوزارونه کړي چې دې کار د روسیې د پوځ د بریدونو وړتیا ډېره کمه کړې ده. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د يوناما مرستيال له ډاکټر عبدالله سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت، یوناما نوي مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل له یو شمېر طالب چارواکو سره پر لیدنو کتنو سربېره پرون د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره هم وکتل. یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو په دې اړه چې یوناما په څه ډول کولای شي د یوه ټولشموله ټولنې او حکومت لپاره د خبرو اترو اسانتیاوې رامنځ ته کړي خبرې کړي. په دې کتنه کې دغه راز د ټولو افغانانو لپاره د د زده کړو د مساوي فرصتونو د یقیني کولو پر اهمیت هم خبرې وشوې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې بارانونو او سیلابونو ۷۷ کسان وژلي دي

په پاکستان کې چارواکي وايي د پشکال بارانونو او سیلابونو ۷۷ کسان وژلي چې ډيری یې په بلوچستان کې دي.  د چاپيريال ساتنې وفاقي وزيرې شيري رحمن د جولای په شپږمه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وويل چې په بلوچستان کې دا کال د تېرو کلونو په نسبت ۲۷۴ فیصده زیات باران شوی دی چې له وجې یې تر اوسه ۳۹ کسان مړه شوي دي.  هغې زیاته کړه: "د تودوخي بدلون له امله دا کال بارانونه زر او په ډير شدت شروع شول او ښايي د جولای له میاشتې وروسته هم دوام وکړي. ما د قدرتي افتونو د نظم ادارې سره په يو شریک پلان کار کړی... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پېښور يو رېستوران څنګه په چیرې بېري مشهوره شو؟

د پېښور له شېرپاو هسپتال سره نېږدې په سوزوکي رېستوران کې د خواړو داسې يو ډول خرڅېږي چې د چېري بېري په نوم مشهور دی. د هم دغو خواړو له کبله دغه رېستوران د چېري بېري په نوم شهرت موندلی چې يوازي ماخستن مهال خواړه خرڅوي. د مشال راډيو خبريال وسيم سجاد د چېرې بېري رېستوران مالک شوکت سره خبرې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: شمالي وزيرستان کې يو پوځي وژل شوی

پاکستاني رسنۍ وايي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې یو پوځي وژل شوی او بل ټپي دی. د راپور له مخې، دا نښته ډ‌یورنډ کرښې ته نژدې په میرعلي سیمه کې شوې خو د پاکستان پوځ په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. د افغان طالبانو په منځکړتوب له کوچني اختر وروسته د پاکستان د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ اوربند ټینګ شو خو اوس داسې ښکاري چې د دوو خواوو خبرې ناکامې شوي او موقت اوربند پای ته رسېدلی دی. په دې وروستيو کې پاکستان کې د وسله والو لخوا غلچکي بريدونه هم ډېر شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د سختو بارانونو له امله ۷۷ تنه مړه شوي دي

په پاکستان کې د وروستیو سختو بارانونو له کبله لږ تر لږه ۷۷ تنه مړه شوي دي. د پاکستان د چاپېریال ساتنې مرکزي وزیرې شیري رحمان پرون (چهارشنبه) په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، تر ټولو ډېر کسان په بلوچستان ایالت کې مړه شوي چې شمېر یې ۳۷ تنو ته رسېږي. د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیرې دا ډول طبیعي پېښې له اقلیمي بدلون سره تړلې وبللې. هم مهاله د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې هم د ورښتونو او سېلابونو له امله يو شمېر خلک مړه او ژوبل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بلال بوټو له انتوني بلينکن سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو له باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره یې پرون ټېلفوني خبرې وکړې. بلاول بوټو زرداري په څو ټویټونو کې له بلینکن سره د خپلو خبرو ځینې جزییات څرګند کړي او لیکلي چې په افغانستان کې له روان بشري وضعیت ورها خوا یې د امریکا او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو او د دوو هېوادونو د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه د بلاول بوټو تر ټاکنې وروسته نوموړی څه موده مخکې د بلينکن سره د ليدنې لپاره امريکا ته هم تللی و.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Подключение системы отопления в Московской области

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

Климатолог Терешонок: в столице будет расти число погодных аномалий

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)


Москва

Новый транспортный хаб начали строить Казахстан, РФ и Китай






Rss.plus

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва завершает переход на новый стандарт экстренной медпомощи



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Михаил Кутушов

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Шествие трубачей и уроки танцев: что ждет посетителей парков Москвы в майские праздники

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию


Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

Магазин дверей і підлогового покриття Albero: якісна продукція для кожного клієнта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России