خېبر پښتونخوا کې د بمي چاودنې له امله يو پوليس وژل شوی څلور ژوبل دي
نن د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې د پولیسو په یوه پوسته کې د بمي چاودنې له امله یو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور پولیس ټپیان دي.
د چاودنې ځای ته د پولیسو یوه لویه ډله رسېدلې.
د پلټنې د پولیسو یوه مسوول رانا ثناء الله رسنیو سره خبرو کې ويلي دي چې بم د ريموټ کنټرول په ذريعه چاؤدلى دی.
د ژغورنې امبولانسونه او طبي ټیمونه د ټپیانو د مرستې لپاره سیمې ته ورغلي دي.
دا بريد داسې وخت کې چې په شمالي وزيرستان کې هم وسله والو سره په نښته کې يو پوليس وژل شوی او يو ژوبل دی.