روزګان: د دهراود ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان وژل شوی
هغه ادعا وکړه چې دا قومندان بېګا ناوخته د خپلو شخصي دوښمنانو له خوا وژل شوی.
قریشي زیاتوي چې طالب ځواکونو د قومندان شيراغا د وژنې په تور دوه کسان نیولي هم دي.
شیر اغا د تېر نظام پر مهال د دهراوود ولسوالۍ د پخواني قوماندان شاه محمد شاه چې د طالبانو د تر ټولو سرسخته دوښمن ګڼل کېده کلونه مرستیال پاتې شوی و او د قوماندان شاه محمد شاه تر وژل کېدو وروسته امنیه قوماندان شو.
طالب ځواکونه له دې مخکې تورن شوي چې د غچ اخیستنې په پار یې سلګونه پخواني افغان ځواکونه وژلي او تري تم کړي.