طالبان يوازې پارټېشن لرونکي پارکونه د خلکو پر مخ پرانيزي
د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دوی په دې اړه تېره ورځ د تفریحي پارکونو له مسوولینو سره کتلي دي.
مخکې د دغه وزارت له خوا پارکونو ته د ښځو او نارینو ته تګ ورځې بیلې شوې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې یو شمېر کورنیو ازادي راډیو ته ویلي وه، ښه به وي چې دغه وزارت په پارکونو کې د کورنۍ نارینه او ښځینه غړي سره ونه ویشي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې، په تفریحي پارکونو کې د کورنیو لپاره ورځې مشخصې وې، چې د کورنیو نارینه او ښځینه غړي یو ځای ورتللی شول.