ايران: د طالبانو حکومت د هلمند د اوبو د ۱۳۵۱ کال موافقې د تطبيق ملاتړ کوي
ښاغلي قمي په مشهد کې د یوې غونډې په څنګ کې وویل چې، طالبانو د کمال خان بند اوبه خوشې کړي خو د دې پر ځای چې د ایران سیستان او بلوچستان یا د نیمروز مرکز زرنج ته وبهیږي، په ښوره ځمکو کې ضایع شوي دي.
قمي دا هم وویل چې اوس په کمال خان بند کې اوبه نهشته خو په کجکي کې ډېرې اوبه شته.
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي وویل چې هڅه کوي د اوبو د وېش په اړه د طالبانو له حکومت سره نوې موافقه وکړي.