پاکستان کې د خبریال عمران ریاض نیولو غبرګونونه پارولي
د بشري حقونو وفاقي وزیر میا ریاض حسین پیرزاده د جولای پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې د عمران ریاض خلاف له قانون سره سم کارروايي شوې.
د بشري حقونو وفاقي وزیر میا ریاض حسین پیرزاده د جولای پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې د عمران ریاض خلاف له قانون سره سم کارروايي شوې.
د وزارت یوه چارواکي د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سېلاوونو له امله د تلفاتو شمېر د بدلېدو په حال کې دی او هڅې روانې دي چې اغېزمنو ته مرستې ورسوي.
د پاکستان دولتي بانک مشر د جولای پر اوومه د نوې مالیاتي تګلارې (مانېټري پالیسۍ) د اعلانولو پر مهال وویل، د بانک پر پورونو سود ۱.۲۵ فیصده لوړوي چې ورسره به د سود ټول کچ ۱۵ فیصده ته وخېژي.
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نهو.
د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو یا جي شل جګپوړي دیپلوماتانو خپله یوه ورځنۍ غونډه نن پیل کړه. دا غونډه د اندونیزیا په مالي کې ده او هدف یې د جي شل هېوادو د مشرانو راتلونکې غونډې ته زمینه برابرول یاد شوې دي. د جي شل سرمشریزه هم سږ کال ده. د نننۍ غونډې د اجنډا مهم ټکي پر اوکراین د روسیې برید او په نړۍ کې د خوراکي موادو او انرژي د بیو زیاتیدل دي. د دې سربېره چې لویدیځ د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې بندیزونه لګولي دي، روسیې هم په نننۍ غونډه کې ګډون کړی دی. تازه راپورونه وایي چې د روسیې د بهرنیو... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د افغانانو لپاره له سولې او مینې د ډک اختر هیله وکړه. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي د اختر په مناسبت د ښاغلي پوتزل پيغام د خواله رسنیو له لارې خپور کړی دی. په دې پیغام کې پوتزل، چې د یوناما سرپرست مشر هم دی ویلي دي، ملګري ملتونه د سوکاله راتلونکې، ثبات او تلپاتې سولې د ترلاسه کېدو په هڅو کې د افغانانو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه کوي. نن د عرفې ورځ ده او سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ.
په افغانستان کې وروستۍ زلزلې چې ددې پېښې له قربانیانو د اختر خوشحالۍ اخیستي، دوی ازادي راډیو ته وویل، وروستۍ پېښې یې د ژوند ټولې خوښۍ اخیستې او د اختر لپاره هیڅ چمتوالی نهلري. عقل الدین ګیانوال چې د خپلې کورنۍ ۷ غړي یې د پکتیکا په ورستۍ زلزله کې مړه شوي وايي، سږ کال اختر یې د غم اختر دی. هغه د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په ګیان ولسوالۍ کې اختر نهشته او دلته لاهم ماتم روان دی. نوموړی وايي: "دا چې اختر را روان دي خو دا اختر د تېر اختر ونو په څېر نهدی، په تېرو کلونو کې مو د اختر لپاره... Читать дальше...
د کابینې مشر سېکرټر هیروکازو ماڅونو ویلي دي چې ۶۷ کلن ابې د جولای پر اتمه له ځايي وخت سره سم، سهار شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې تر ویشتل کېدو وروسته په سخت ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو.
په خوست کې د تېرو کلونو پرتله د قربانۍ څارویو بیې ښکته شوې دي خو د اقتصادي ستونزو له وجې کم خلک څاروي اخلي. د څارویو سوداګر وايي، سږ کال یې خورا کمې پیسې ګټلې دي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد زښت خراب شو او د ملګرو ملتونو په وینا، د هېواد زیاتره وګړي د بې وزلۍ ښکار شوي دي. ویډیويي رپورټ.
په بلوچستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر اتمه په بیان کې ویلي چې د ورښتونو له وجې په یوشمېر سیمو کې سېلاوونه راغلي دي او په اغېزمنو ځایونو کې مرستندویه چارې روانې دي.
یو شمېر پخواني پوځیان او کورنۍ یې ادعا کوي، چې د طالبانو له وېرې له میاشتو راهیسې په پټه ژوند کوي. دوی وایي، له کلونو راهیسې یې د تېر جمهوري حکومت په بېلابېلو امنیتي او کشفي برخو کې کار کړی او ادعا کوي، چې د طالبانو له لوري په بېلابېلو نومونو او تورونو د ګواښلو له امله د میاشتې په سر او پای کې د استوګنې ځایونه بدلوي. د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت یو افسر چې په پوځي برخه کې یې له هېواده بهر لوړې زده کړې کړي او په خبره یې شاوخوا اتلس کاله یې په دې برخه کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې هم دنده ترسره کړې. Читать дальше...
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي له تېرو دریو ورځو راهیسې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سېلابونو له امله پنځه ویشت کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي. د دغه وزارت مسولینو ازادي راډیو ته وویل چې د راوتلو سېلابونو له امله د تلفاتو شمېرې د بدلېدو په حال کې دي او هڅې روانې دي چې یادو ولایتونو ته مرستې ورسېږي. بسم الله چې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د احمدزیو کلي اوسېدونکی او د سېلاب ځپلو له ډلې دی وایي، سېلابونو یې ټوله شتمني وړې، کور یې ویجار شوی او کور کلي کې یې پنځه کسان اوبو کې لا درکه او مړه شوي دي. Читать дальше...
د جاپان مخکېنی صدراعظم شینزو ابې نن جمعه د دغه هېواد سوېل لوېدیځ نارا ښار کې په ډز ویشتل شوی او د ژوندون نښې پهکې نهلیدل کېږي. راپورونه نوموړی سخت ژوبل شوی دی. د کیودو خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د جاپان مخکېنی صدراعظم په یوه انتخاباتي کمپاین کې وینا کوله چې د ډز غږ واورېدل شو. د لبرال حاکم ګوند یوه باخبره سرچینه چې ابې هم د هغې له رهبرانو دی د جاپان رسنیو ته ویلي چې ښاغلی ابې په اورمېږ کې په نښه شوی دی. خو اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي چې هغه پر ځمکه د لوېدو پر مهال په خپله سینه لاس ايښی و او هماغه مهالیې کمیس هم په وینو لړل کېږي. Читать дальше...
د کيسه ليکوال ارواښاد نصير احمد احمدي لومړی تلين، د ليکوال عبدالکريم پتنګ ستاينغونډه، شعر او کيسه هم د خپرونې په اوږدو کې وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې ادبي او فرهنګي خپرونه ده احمد شيبر يې چمتو کوي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې بزګران ادعا کوي چې، د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د کوکنارو د کښت د اجازې په بدل کې له هغوی څخه رشوت اخلي. د روزګان او هلمند ولایتونو ځينو بزګرانو ازادۍ راډيو ته وويل: په ځينو سيمو کې قومي مشرانو د طالبانو له ځايي چارواکو سره موافقه کړې چې د هغوی د کوکنارو د کښت نه اړولو په صورت کې به دې چارواکو ته څه اندازه تارياک ورکوي. دوې اوونۍ کېږي چې د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې د کوکنارو دوهم فصل کرل شوی او تر اوسه يوازې په هلمند ولايت کې دوه ځايه د کوکنارو د کښت ويجاړولو په اړه راپورونه ورکول شوي دي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت له امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي چې د کوکنارو د کښت د بديلو پروګرامونو په برخه کې له دوی سره مالي مرستې وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امريکا له حکومت سره د کتنو په لړ کې يې په وروستۍ غونډه کې له امريکايي هیئت سره د کوکنارو د کښت د مخنيوي، بديل معيشيت په برخه کې د مرستو او معتادینو د درملنې په اړه خبرې کړي دي. په افغانستان کې نژدې يو کال مخکې د امريکا متحده ايالتونو له نظامي او سياسي حضور پای ته رسېدو سره سم، له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له... Читать дальше...
د سعودي عربستان لوی څارنوال خبرداری ورکړ چې حج دیني فریضه ده او د دې مراسمو په ترڅ کې هر ډول ګوندي او فرقوي شعار منع دی او سخته سزا لري. د سعودي لوی څارنوال سعود المعجید دا خبرداری د حج موسم د څارنوالۍ په پرانيستونکې غونډه کې ورکړ. په تېرو کلونو کې د سعودي امنیتي ځواکونو ایراني حج کوونکي په دې خاطر ځپلي چې د حج د مراسمو په لړ کې یې سیاسي شعارونه ورکړي وو. ایراني چارواکي وايي چې حج سیاسي – عبادي مراسم دي.
پرون (پنجشنبه) د تېلو د هر بېرل بیه ۹۴ سینټه ولوېده او ارزښت یې تر سلو ډالرو راټیټ شو. د اقتصادي چارو کتونکي وايي، د تېلو بیه په دې خاطر مخ په ټیټېدو ده چې په نړۍ کې د اقتصادي بحران وېره ده چې په نتیجه کې یې د تېلو تقاضا کمېږي. په نړيواله کچه د اومو تېلو بيه داسې وخت ټيټيږي چې افغانستان کې نفتي موادو بيې په کمساري ډول لوړې شوي دي.
هند په کابل کې خپل سفارت ته یوه ډله لېږلې چې سفارت پرانیزي او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي. د هند د باندنیو چارو وزارت ویلي چې لېږل شوې تخنیکي ډله به افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې رول ولوبوي. هند د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه خپل ډیپلوماتان وایستل. خو په وروستيو کې د هند حکومت خبر ورکړ چې کابل کې به خپل سفارت پرانيزي او ظاهراً يې موخه زلزله ځپلو او نورو افغانانو سره بشري مرستې کول او مديريت کول ښودلي.
سویډن هغه افغانان له خپلې خاورې باسي چې له موجه دلایلو پرته دغه هېواد ته بیول شوي دي. د سویډن راډیو د راپور له مخې، دغه هېواد د تېر کال په اګست کې د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په مهال شاوخوا ۲ زره افغانان و ایستل. د دغو کسانو په منځ کې ۱۰۰هغه کسان دي چې د سویډن په لېست کې شامل نه وو چې باید له افغانستان څخه ایستل شوي وای. د دغو ۲ زره کسانو په منځ کې شاوخوا ۴۰۰ سویډني اتباع یا د دایمي اقامت لرونکي وو، پاتې نور هغه کسان وو چې سویډن باید پناه ورکړې وای. د سویډن د مهاجرت د ادارې د قانوني... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وايي، په افغانستان کې اوسنی حکومت د هلمند د اوبو د وېش په اړه د ۱۳۵۱ لمریز کال د موافقې د تطبیق ملاتړ کوي. ښاغلي قمي په مشهد کې د یوې غونډې په څنګ کې وویل چې، طالبانو د کمال خان بند اوبه خوشې کړي خو د دې پر ځای چې د ایران سیستان او بلوچستان یا د نیمروز مرکز زرنج ته وبهیږي، په ښوره ځمکو کې ضایع شوي دي. قمي دا هم وویل چې اوس په کمال خان بند کې اوبه نهشته خو په کجکي کې ډېرې اوبه شته. د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي وویل چې هڅه کوي د اوبو د... Читать дальше...
هېل ورځپاڼه: له امریکا خپرېدونکې هېل ورځپاڼې د جوبایډن پر هغې هڅې یوه لیکنه خپره کړې چې غواړي افغانستان د (غیرناټو عمده متحد) له لېسته لرې کړي. تېره ورځ ګڼو امریکایي ورځپاڼو وویل چې بایډن د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ته په یوه لیک کې دا اعلان کړی دی. هېل ورځپاڼې لیکلي، امریکا ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیر ناټو عمده متحد په ډله کې شامل کړ، دا هغه وخت و چې افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور شاوخوا لس کاله وتلي وو. د ورځپاڼې په لیکنه، دغه حیثیت افغانستان ته دا زمینه برابره کړې وه چې د ناټو له غړو پوځي مرسته ترلاسه کړي او خپل ځواکونه و روزی. Читать дальше...
د سېلونو له کبله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه کسان مړه شوي او ګڼ نور بې درکه شوي دي. د وروستیو ورځو سېلونو، چې له سختو ورښتونو او په ځینو سیمو کې له توپانونو سره یوځای وو، زرګونه جریبه کرنیزه مځکه هم ویجاړه کړې ده. ځايي چارواکي وايي، تر اوسه پورې لا د مرګ ژوبلو له کره شمېره خبر نه دي خو یوازې په زابل کې د ۲۰ تنو مړینه تایید شوې ده. له دغو ولایتونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د سېلونو او توفانونو له امله خلکو ته ډېر مالي تاوانونه هم اوښتي دي. د زابل ولایت، چې سېل او توپان... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د برېتانیا مستعفي صدراعظم د اوکراین د ملاتړ ژمنه کړې وه، د فنلنډ پارلمان د دغه هېواد حکومت ته اجازه ورکړه چې له روسیې سره په پوله کې خنډونه جوړ کړي. بوریس جانسن، چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل په وړاندې د اوکراین یو ښکاره ملاتړی ګڼل کېږي، پرون د برېتانیا له صدراعظمۍ او د محافظه کار ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه، خو د اوکراین ملاتړ ته لا هم دوام ورکوي. جانسن نه منله چې استعفا به وکړي خو د کابینې له یو شمېر غړو سره له لیدنو وروسته یې دا پرېکړه وکړه. د کرونا وبا د خپرېدو د... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې د وروستیو نښتو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۷ زره تنه بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ویلي چې بلخاب ولسوالۍ ته یې د ۷۵۰ کورنیو لپاره د ضروري وسایلو کاروان لېږلی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې د وروستیو نښتو له کبله ۲۷ زره تنه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي. د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د ځايي سرچینو په قول ویلي چې دوې اوونۍ پخوا په بلخاب ولسوالي کې د طالبانو او د هغوی د ناراضه... Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости