طالبان خلکو ته: د خپلو څارویو پاتې شوني په مشخصو ځایونو کې واچوئ
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي مشر نعمت اله بارکزي په هغه ویډیويي پیغام کې چې پرون یې ازادۍ راډیو ته هم رالېږلې ویلي: «له کابل ښاریانو مو هیله دا ده چې د خپلو څارویو پاتې شوني او کثافات راټول او هغو ځایونو ته انتقال کړي، چې موږ ورته ټاکلي، څو له دې سره وکړای شو د اختر په ورځو کې پاک او صفا ښار ولرو.»
تر دې مخکې شکایتونه کېدل چې خلک تر قربانۍ کولو وروسته د خپلو څارویو پاتې شوني د لارو او سړکونو څنډو ته اچوي چې هم نظافت خرابوي او هم بد بوي جوړوي.