افغانانو لوى اختر څنګه پیل کړی؟
د افغانستان خلکو لوى اختر څنګه پیل کړی او څنګه پرې تېرېږي؟ دا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړی لوی اختر دی. احمدشاه د کندهار اوسېدونکی دی. دى سږنی لوی اختر له نورو اخترونو سره متفاوته بولي. احمدشاه وايي، چې خلکو نن ورځ د یوې عادي رخصتۍ په څېر له کوم شوق او ذوق پرته پیل کړه. د کندهار ولايت دغه اوسېدونکى وايي، اقتصادي ناورین او د افغانستان د خلکو ټولنيزو، کاري او ښوونيزو حقونو د تامین لپاره د یوه مناسب سيستم د نشتوالي اندېښنو له دوی نه د لوی اختر د چمتووالي فکر اخیستی دی.... Читать дальше...