طالبانو د جاپان د پخواني صدراعظم پر وژل کېدو خواخوږۍ ښودلې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جاپان د پخواني صدراعظم شینزو ابې پر وژل کېدو د جاپان حکومت او ولس ته د خواخوږۍ پیغام خپور کړی.
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي: "جاپان له افغانستان سره نږدې اړيکې پاللي او د پخوا په شان یې په دې وروستیو کې هم د افغانستان له ولس سره د پام وړ بشري مرستې کړي."
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او حامد کرزي، هم پر دې پېښه خواشیني ښوولې ده.
د جاپان پر پخواني صدراعظم شینزو ابې پرون د انتخاباتي کمپاین پر مهال ډزې وشوې او سخت ټپي شو، چې وروسته یې ساه ورکړه.
دا د جاپان په معاصر تاریخ کې یوه بېسارې پېښه ګڼل شوې ده.