چارواکي: په ارزګان او زابل کې د سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي
د ارزګان د ولایت ویاند ولي جان پوهنیار ازادي راډيو ته وویل، چې په مړو شویو کې اکثر ښځې او ماشومان دي.
هغه وویل، ډېر زیان د چنارتو خلکو ته اوښتی دی.
د چارواکو په خبره په ارزګان کې سېلابونو سلګونه کورونه هم وران کړي او ګڼه کرنیزه ځمکه یې لاندې کړې ده.
په ارزګان سربېره له زابله هم د راپورونو په اساس تېره یوه اوونۍ کې له شلو زیات کسان په سېلابونو کې مړه شوي دي.
د افغانستان په څو نورو ولایتونو له هغې ډلې لوګر، میدان وردګ، پروان، کونړ او نورستان کې هم سېلابونو خلکو ته تاوانونه رسولي دي.