ملګري ملتونه افغان بزګرانو سره ۱۴میلیونه ډالره مرسته کوي
دې سازمان په هغې اعلامیه کې چې نن یې پر خپله وېبپاڼه خپره کړې ده، لیکلي دي چې د جاپان د حکومت لخوا دا مرسته به په افغانستان کې د خوراکي توکو د ډېرولو لپاره مصرف کړي.
د کرنې او خوړو سازمان ویلي، هڅه کوي هغه بزګر چې وچکالۍ، ژور اقتصادي بحران او وروستیو طبیعو پېښو ځپلي دي، له دې مرستو برخمن شي.
د دې سازمان په وینا دا مرسته به په ۱۱ ولایتونو کې ۵۵۰۰۰۰ هغو کسانو ته ورسېږي، چې ځمکې یې کمې یا یې بیخي نه لري او همداراز هغو مېرمنو او معلولانو ته به هم ورکړل شي چې د خپلو کورنیو سرپرستان او د کرنې په برخه کې کار کوي.