ملګري ملتونه: په نړۍ کې د وګړو شمېر په زیاتېدو دی
د ملګرو ملتونو یو راپور وايي، په نړۍ کې که څه هم د وګړو شمېر په زیاتېدو دی، خو تر پخوا یې وده ورو شوې ده.
د جولای د یوولسمې یا د نفوسو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د نفوسو څانګې نن دوشنبه په یوه راپور کې وویل، په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ په سطحه د نفوس وده ۱ فیصده کمه شوه، چې له ۱۹۵۰م کال راهیسې د پام وړ کموالی ښيي.
د ملګرو ملتونو د نفوسو څانګې مشر، جان ویلموت دا د پرمختیايي هېوادونو لپاره یو چانس وباله.
ده ویلي چې د نفوسو کموالی، د بېوزلۍ او لوږې په وړاندې له مبارزې، د زده کړې د کیفیت له ښه کېدو او هر ماشوم ته د میندو او پلرونو د پاملرنې له زیاتېدو سره مرسته کوي.
ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د نړۍ د وګړو شمېر به د روان کال تر پای مخکې ۸ میلیاردو ته ورسېږي.