مسؤلين: د غزني په ګېرو ولسوالۍکې د نس ناستې ناروغۍ پېښې ثبت شوي
![مسؤلين: د غزني په ګېرو ولسوالۍکې د نس ناستې ناروغۍ پېښې ثبت شوي](https://gdb.rferl.org/24653118-5F9C-4050-98A9-C7F7CE212A58_w800_h450.jpg)
د غزني روغتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګېرو والسوالۍ کې کولرا ته ورته ناروغي ډېری کسان نیولي.
دوی وايي دغه ناروغي په دغه ځای کې د ناپاکو اوبو د څښلو له امله رامنځ ته شوې ده.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په هلمند، کندهار،زابل او دایکندي کې سلګونه کسان په کولرا اخته شوي.
یوازې په هلمند کې د شلو کسانو مړینه تایید شوې.