د شپږیزې لیګ دوام؛ نن بندامیر له هندوکش او بُست له سپین غر سره سیالۍ لري
د شپږیزې د کرکټ په اتم پړاو کې نن بندامیر له هندوکش او بُست له سپین غر سره مخ کېږي.
د کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼه راغلي، چې بندامیر ښاماران به ماسپيښین له هندوکش ستورو سره مخ شي خو په سهارنۍ لوبه کې د شپږیزې دوه مخکښ ټیمونه چې تر اوسه یې په دریو لوبو کې هېڅ نه دي بایللي بُست او سپین غر سره مخ کېږي.
د حشمت الله شهیدي په مشرۍ بُست ټيم پرون هم لوبه وګټله چې په کې ځوان پیلیز/اوپنر توپ وهونکي حسن عیسی خېل ۷۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
شپږیزه د افغانستان د کرکټ شل اوریزو سیالیو تجارتي لیګ دی چې اته ټیمونه په کې لوبېږي.