چارواکي: اسراییلو ځواکونو دوه سخت دریځي فلسطینیان وژلي
چارواکي وایي، چې دوه سخت دریځي فلسطینیان نن د اسراییلو د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
په دغه پېښه کې چې د فلسطین په نابلوس ښار کې رامنځته شوې، شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې اسراییلي خفیه پولیسو په دې ښار کې پر یوه کور چاپه وهلې وه او غوښتل یې، چې دغه سخت دریځي ونیسي.
د فلسطین د فتح الاقسا شهیدانو لوا په نوم ډلې د خپلو دوو غړیو وژل کېدل تایید کړي دي.