د کډوالو چارو کمېشنري: تېره مياشت مو ۱۱ زره زلزله ځپلو ته بېړنۍ سرپناه چمتو کړې
دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې د خطرونو د مدیریت او تطابقت په چارو کې د UNHCR سلاکارې تاکاشیما یومیلکو (Takashima Yumiko) وینا را اخیستې چې ویلي یې دي، دوی په پام کې لري، چې دغه زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي.
په پکتیکا او خوست کې د چنګاښ/ سرطان پر ۲۷مه یوې زورورې زلزلې تر زرو زیات کسان مړه او په زرګونو کورونه یا تخریب یا هم ویجاړ کړل.
د راپورونو په بنسټ اوس هم زرګونه زلزله ځپلې کورنۍ بېړنۍ سرپناه ته اړتيا لري.