Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Июль
2022

Новости за 28.07.2022

Mashaalradio.com 

پښتین: د حکومت او طالبانو ترمینځ د اوربند باوجود هدفي بریدونه کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د پاکستان حکومت په تېرو څه د پاسه ۱۵ کلونو کې له وسله والو ډلو سره یوشمېر موافقې کړې دي چې نتیجه یې نه ده ورکړې بلکې له ماتېدو سره یې تاوتریخوالی لا زیات شوی دی. دا خبره نوموړي د جولای پر ۲۷مه د امریکا غږ اشنا راډیو په ټېلېوېژني خپرونه اتصال کې کړې. پښتین وویل، د تېر په څېر اوسمهال هم د حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمینځ پر اوربند سربېره د ولسي وګړو هدفي وژنې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د پاکستان د دیني عالمانو یو پلای... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

هندوان او سیکان د ودونو نه ثبتېدو له وجې ستونزې لري

په خیبر پښتونخوا کې هندوان او سیکان وايي، حکومت دې یې په قانوني ډول د ودونو ثبتولو ستونزه هواره کړي. هندوان وايي، په صوبه کې د هغوی د ودونو ثبتېدو قانون شته خو نه عملي کېږي. اخوا سیکان وايي، یوازې په پنجاب کې د ودونو ثبتېدو لپاره قانون شته او د خیبر پښتونخوا حکومت ورته پام نه کوي. هندوان او سیکان وايي، د ودونو نه ثبتېدو له وجې د اړینو اسنادو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. د خیبر پښتونخوا حکومت په دې اړه څه وايي؟ ځواب یې په رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د واليبال سيالۍ؛ فيضو لوبډلې اتلولي خپله کړه

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکي چې د واليبال دغه سيالۍ ٤٥ ورځې وړاندې د خوست مرکز او ولسواليو، د کابل او خيبر پښتونخوا نه د يوې يوې لوبډلې په ګډون سره تېره ورځ د فيضو لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې. د یاد ریاست په وینا، په دغو سیالیو کې ٣٦ لوبډلو ګډون درلورد چې د خوست په يوه ورزشي لوبغالې کې پيل شوې وې. ددې ریاست په وینا، دغه سيالۍ د خوست ورزشي امريت له لورې د واليبال فدراسيون په استازيتوب د خوست والي په مالي ملاتړ ترسره شوې، په پاى کې اتلې لوبډلې ته ٤٠ زره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاریس سنټ جرمن د فوټبال په یوه دوستانه لوبه کې 'ګامبا اوساکا' ته ماتې ورکړه

د فوټبال دوستانه سياليو په دوام کې پاریس سنټ جرمن  'ګامبا اوساکا' ته ماتې ورکړه. د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، دفوټبال دوستانه سیالیو په دوام کې د پاریس سنټ جرمن فوټبال لوبډلې د جاپان تمریناتي لوبو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بیکا شپه د ګامبا اوساکا پر وړاندې لوبه وکړه او په پای کې یې ۲-۴بریا خپله کړه. د دې لوبې په ۳۲مه دقیقه کې (نیمار) او په ۳۷مه دقیقه کې لیونل مسي د پاریس لوبډلې لپاره ګولونه وکړل او لوبه د پاریس لوبډلې په ګټه تمامه کړه.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د مشر نوی فرمان: د بشر په لاس جوړ شوی قانون دې نه پلی کېږي

د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې امر کړی چې ټولې پرېکړې دې د اسلامي شریعت له مخې ترسره شي او د بشر له خوا جوړ شوي قوانین دې نه پلي کېږي. هغه ادعا کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې په جمهوري نظام کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد ډېر تبلیغات شوي دي. خو د جمهوري نظام د اساسي قانون په درېیمه ماده کې چې د افغانستان د ټولو قوانینو اساس دی، راغلي چې په افغانستان کې هېڅ قانون به، د اسلام د سپېڅلي دین د ارشاداتو او احکامو خلاف نه وي. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په قندهار کې له والیانو سره په کتنه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

لسبېلې کې په سېلاوونو کې بند ګڼ کسان ژغورل شوي

په بلوچستان کې له قدرتي ناورینونو سره د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، په لسبېله ضلع کې په سېلاوونو کې بندې لسګونه کورنۍ ژغورلې دي. د ادارې په خبره، په ځینو ځایونو کې د امنیتي ادارو کښتۍ او هېلېکاپټرونه هم کارولي دي او خلک یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. په بلوچستان کې د جون له میاشتې راهیسې په بارانونو او سېلاوونو کې تر ۱۰۰ زیات کسان مړه شوي دي. د اسوشيېټډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

شهباز شریف: پاکستان کې د انصاف معیار دوه رنګی دی

دا خبره شریف د جولای پر ۲۷مه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د پاکستان سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اعلاوزیر انتخاب د پایلو په اړه د اسمبلۍ د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري امر لغوه کړ او د حمزه شهباز پر ځای یې پروېز الهي د هغې صوبې اعلاوزیر اعلان کړ.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د سېلابونو له امله د يوې مېرمنې په ګډون اته ماشومان مړه شوي

په کندهار کې تېره شپه د زیاتو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو د یوې مېرمنې په ګډون اته ماشومان مړه او څلور نور ټپیان کړي دي. سېلابونو دغه راز په ژړۍ، شاولیکوټ، ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیو کې ګڼ کورونه تخریب کړي او په زرګونه جریبه د انګورو باغونه او کرهنیزه ځمکه له‌منځه وړې. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

منځنۍ اسيا ته د لار موندنې هڅه؛ پاکستان غواړي د 'واخان' پر سيمه ولکه وکړي

د افغانستان په شمال ختیځ واخان کې د پاکستان له‌خوا د افغانستان په خاوره کې د سرحدي نښو د جوړېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، دې موضوع پراخ غبرګونونه را پورته کړي. د افغانستان د پخواني ولسي جرګې یو شمېر غړي چې اوس له افغانستانه بهر انلاین غونډې کوې، له طالبانو غواړي چې د پاکستان د دې مغرضانه حرکت په وړاندې ودرېږي. د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت هم یوه اعلامیه کې لیکلي، پاکستان په افغانستان کې د یوه کمزوري، تر لاس لاندې او تابع واکمنۍ په رامنځ‌ته کولو سره د نورو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د سېلابونو له امله ۳ کسان مړه شوي او ۲ ژوبل دي

د مرګ ژوبلې د رامنځته کېدو دا پېښه په ګیزاب ولسوالۍ کې شوې او دغو کسانو ته هغه وخت مرګژوبله اوښتې چې موټر یې اوبو وړی. دا خبره د ګیزاب ولسوال علي مرجان ذاکر ازادي راډيو ته وکړه. له تېرې يوې اوونۍ راهیسې دارزګان په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا، غزني، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ننګرهار: د يو کور چت پرېوتو پېښه کې ۴ کسان مړه شوي او ۳ ژوبل دي

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتی چې له کبله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د باختر اژانس د خبر له مخې دغه پېښه بیګاه د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ په مامند داونۍ سیمه کې په یوه کور کې د واده د مراسمو پر مهال شوې چې لامل يې ورښت او د کور د چت زوړوالی ښودل شوي. په پېښه کې د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي. څو ورځې وړاندې هم د تېزو بارانونو له کبله د سپین غر ولسوالۍ په ګډون د ننګرهار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې سخت سېلابونه راوتلي وو چې د نورو ګڼو زیانونو ترڅنګ یې ۵ تنه وژلي او ۵ نور ټپیان کړي وو.

Pa.azadiradio.com 

د کانګرس يوه غړې: اوکراين کې تر ۷۵ زره ډېرو روسي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا د متحد ایالتونو د کانګرس یوې غړې له امریکایي چارواکو سره تر یوې غونډې وروسته وویل چې په اوکراین کې تر اوسه تر پنځه اویا زره ډېرو روسي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا شمېره د هغو ټولو روسي پوځیانو نژدې نیمایي ده چې د فبروري له وروستیو را په دې خوا یې په اوکراین کې په جګړه کې برخه اخیستې ده. له میشګان څخه د ډیموکرات ګوند استازې الیسا سلاتکین د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر د ادارې له یوه پلاوي سره تر محرمانه غونډې وروسته دا شمېرې له رسنیو سره شریکې کړې او ویې ویل چې دا ډېره لوړه شمېره ده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

قامي اسمبلۍ د عدالتي اصلاحاتو لپاره د کمېټۍ جوړولو قرارداد منظور کړی

د پاکستان د پارلېمان هغې جرګې دا پرېکړه لیک تر هغې وروسته منظور کړی دی چې د جولای پر ۲۶مه سپریم کورټ د پنجاب اعلاوزیر انتخاب د پایلو په اړه د اسمبلۍ د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري امر لغوه کړ او د حمزه شهباز پر ځای یې پروېز الهي د هغې صوبې اعلاوزیر اعلان کړ.

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونه د اوکراين په ختيځ کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي

د اوکراین دفاعي چارواکي وایي، روسي ځواکونه د دې هیواد په جنوب کې د هغې سیمې په ګډون چې اوکراین یې پر ضد تهاجهمي عملیات پیل کړي، د پراخو ځواکونو د ځای پر ځای کولو پر چارو لګیا دي. د اوکراین د امنیتي شورا منشي اولیکسي دانیلوف دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د اوکراین ټلوېزیون ته وکړې او ویې ویل چې دغه ځای پر ځای کیدا د خیرسون، میلیتوپول او زاپوریژیا د سیمو پر لور ترسره کېږي او روسیه نور ځواکونه ځای پر ځای کوي. تر دې مخکې د اوکراین د جنوب د عملیاتي مرکز ویاندې ناتالیا هومینیوک ویلي و چې په جنوب کې د اوکراین تهاجمي عملیات پرمختګ کوي.

Pa.azadiradio.com 

امريکايي سناتوران ملګرو ملتونو ته: له طالبانو د بشري حقونو د نقض له امله حساب وغواړئ

څلورو امریکايي سناتورانو د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي، چې له طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض له امله حساب وغواړي. د امریکا د کانګرس څلورو مشهورو سناتورانو پرون د "جولای په ۲۷مه" د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته یو لیک لېږلی او په‌کې یې لیکلي، طالبان د افغان مېرمنو او نجونو د بشري حقونو د له منځه‌وړو په هڅه کې دي او باید مخه یې ونیول شي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي. د امریکا متحده‌ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جیم‌رش، سناتورې جین شاهین، د بهرنیو اړیکو د کمېټې سناتور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ څپه؛ له افغانستان څخه د کادرونو او متخصصينو تېښته به جبران شي؟

په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلې واکمنۍ سره له دغه هېواده د کډوالۍ څپه پیل شوه، ډېری کسانو چې په تېر یو کال کې يې هېواد پرېښی دی، باسواده، متخصصین او د فني او مسلکي ادارو کارکونکي وو. په دوی کې اکثرو خلکو د طالبانو له وېرې او یا هم د روښانه راتلونکي په هیله کډوالۍ ته مخه کړه. د هرات په پوهنتون کې د ادبیاتو د پوهنځي د انساني علومو پخوانی رئیس احمد غني خسروي چي شل کاله د اکاډومیکو زده کړو په برخه کې تجربه لري، په هند کې یې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي او د ژبې او تاریخ په برخه کې شنونکی هم دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

قرغیزستان کې د دودیزو جامو مېله شوی

په قرغیزستان کې د روایتي جامو یوه فیشن شو شوی چې پکې د نړۍ د ۲۰ هېوادونو په لسګونو ډیزاینزانو برخه واخیسته. په فیشن شو کې د روسیې د تېوا سیمې د سیتین دور لباس د خلکو نندارې ته وړاندې شو. تفصیل د اسوشيېټډ پریس اژانس په ویډیويي راپور کې چې ملیحه امیرزاده یې درته وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

سپينه ماڼۍ: د جو بايډن د کرونا تازه ټيسټ منفي ختلی

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کرونا تازه ټیسټ منفي ختلی او خپل د سخت قرنطین پالیسي به پای ته ورسوي. دی تېره اوونۍ د جولای پر ۲۱مه په کرونا وایروس اخته شوی و، چې خفیف علایم یې درلودل. د بایډن معالج ډاکټر، کیوین او کانار په یوه یادښت کې پرون چهارشنبه ویلي، چې ولسمشر تبه نه لري او د کوویډـ۱۹ ناروغۍ تقریباً هېڅ ډول نښې نه په کې ښکاري. د ده په وینا، ولسمشر به بیا هم کله چې د نورو کسانو تر څنګ وي د احتیاط لپاره د ۱۰ ورځو لپاره ماسک وکاروي.

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: که مسکو دوه امريکايي وګړي خوشې کړي امريکا ورته پام وړ پشنهاد پام کې لري

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، که مسکو دوه امریکايي وګړي خوشې کړي، واشنګټن ورته د پام وړ پېشنهاد په پام کې نیولی. د پاول ویلان (Paul Whelan) او مېرمن بریتني ګرینر (Brittney Griner) په نوم دوه امریکايي وګړي په هغو تورونو په روسیه کې بندیان دي، چې امریکا یې انګېزه سیاسي ګڼي. بلینکن پرون په بهرنیو چارو وزارت کې یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال د پېشنهاد شوي موافقې په باب نور جزییات څرګند نه کړل. ده ویلي دغه پېشنهاد څو اوونۍ مخکې شوی او تمه لري چې په دې اړه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اغا خان فرهنګي بنسټ د غزني تاريخي ابدې بيا رغوي

د اغاخان فرهنګي بنسټ چارواکي وايي، لېواله دی، په راتلونکي کې د غزني ځینې تاریخي ابدې بیا ورغوي. د دغه بنسټ یو پلاوی چې د چهارشنبې په ورځ غزني ته تللی و، هلته یې ځینې لرغوني ساحې وکتل. د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس د راپور له مخې د دغه پلاوي مشري اجمل میوندوال کوله. د خبر پر اساس ښاغلي میوندوال د هیواد تاریخي ابدې د افغانستان معنوي سرمایه او افتخار وبلل او د هغو په ښې ساتنې یې ټینګار وکړ.

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ: نن د مس عينک اتلان د امو نهنګان او کابل بازان د پامير زلمي سره لوبه کوي

د کرېکټ د شپږیزې لیګ سيالۍ چې په کابل کې روانې دي، نن پنجشنبه هم دوې لوبډلې يو د بل په وړاندې لوبه کوي. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند، فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن د اتصالاتو د شپږیزې لیګ سیالیو په لړ کې د مس عینک اتلان او د امو نهنګان دغه راز د کابل بازان د پامیر زلمي له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړ شي. دا مهال بست ټیم په لومړي مقام کې دی." دغه لیګ چې اته لوبډلې په‌کې برخه لري د اګست میاشتې تر پنځمې دوام کوي. د افغانستان شپږيزه کرېکټ سيالۍ چې کابل کې روانې دي يو شمېر بهرني لوبغاړي هم په‌‌کې لوبيږي.

Pa.azadiradio.com 

فارن پالیسي: ګاونډیان په افغانستان کې د تروریزم له خوټېدونکي دیګ څخه وېرېږي

لاس انجلس ټایمز: لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د بخښنې د نړیوال سازمان وروستي راپور ته په اشاره لیکي، د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو ځپنې، افغان ښځې زیندۍ کړي دي. په دغه راپور کې چې پرون خپور شوی، ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ژوند د طالبانو له خوا د دوی د بشري حقونو د ځپلو له کبله تباه شوی. په راپور کې راغلي٬ چې طالبان د زیندۍ کولو تر کچې د ښځو د ځپلو په وسیله د افغان ښځو او نجونو ژوند تباه کوي. د لاس انجلس ټایمز په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو چارو کمېشنري: تېره مياشت مو ۱۱ زره زلزله ځپلو ته بېړنۍ سرپناه چمتو کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ویلي، تېره میاشت یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې ۱۱زره زلزله ځپلو ته اضطراري سرپناه برابره کړې ده. دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې د خطرونو د مدیریت او تطابقت په چارو کې د UNHCR سلاکارې تاکاشیما یومیلکو (Takashima Yumiko) وینا را اخیستې چې ویلي یې دي، دوی په پام کې لري، چې دغه زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي. په پکتیکا او خوست کې د چنګاښ/ سرطان پر ۲۷مه یوې زورورې زلزلې تر زرو زیات کسان مړه او په زرګونو کورونه یا تخریب یا هم ویجاړ کړل. د راپورونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوناما: پوتزل د تاشکند د غونډې برخه‌والو استازو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي چې د یوناما سرپرست مارکُس پوتزل د تاشکند غونډې د برخوالو هېوادونو له استازو سره پر افغانستان بحث وکړ. یوناما پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند د غونډې په څنډه کې ثبات او اقتصادي سوکالۍ ته د رسېدو په هدف د افغانستان د هڅو د ملاتړ لپاره اجماع موجوده وه. په دې غونډه کې چې وړمه ورځ وشوه، د طالبانو د هیئت مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي کوله چې د افغانستان د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه. Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 103news.com — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России