يوناما: پوتزل د تاشکند د غونډې برخهوالو استازو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي
یوناما پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند د غونډې په څنډه کې ثبات او اقتصادي سوکالۍ ته د رسېدو په هدف د افغانستان د هڅو د ملاتړ لپاره اجماع موجوده وه.
په دې غونډه کې چې وړمه ورځ وشوه، د طالبانو د هیئت مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي کوله چې د افغانستان د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.
وروسته له هغې چې کال مخکې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د افغانستان بانک شا و خوا ۹ ملیارده ډالره شتمني کنګل شوه.