ارزګان کې د سېلابونو له امله ۳ کسان مړه شوي او ۲ ژوبل دي
دا خبره د ګیزاب ولسوال علي مرجان ذاکر ازادي راډيو ته وکړه.
له تېرې يوې اوونۍ راهیسې دارزګان په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا، غزني، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه کې تر اورښتو وروسته د نسبتاً شدیدو سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.