بلېنکن: که مسکو دوه امريکايي وګړي خوشې کړي امريکا ورته پام وړ پشنهاد پام کې لري
د پاول ویلان (Paul Whelan) او مېرمن بریتني ګرینر (Brittney Griner) په نوم دوه امریکايي وګړي په هغو تورونو په روسیه کې بندیان دي، چې امریکا یې انګېزه سیاسي ګڼي.
بلینکن پرون په بهرنیو چارو وزارت کې یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال د پېشنهاد شوي موافقې په باب نور جزییات څرګند نه کړل.
ده ویلي دغه پېشنهاد څو اوونۍ مخکې شوی او تمه لري چې په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي.
مېرمن ګرینر د مخدره موادو د قاچاق په تور بندي ده او پرون چهارشنبه یې له مسکو بهر د محاکمې پر مهال پر ځان شاهدي ورکړه.
بلخوا ویلان چې د امریکا د سمندري ځواک پخوانی غړی دی، په ۲۰۱۸م کال کې تر نیول کېدو وروسته په جاسوسۍ تورن شو.