کرېکټ: نن د مس عينک اتلان د امو نهنګان او کابل بازان د پامير زلمي سره لوبه کوي
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند، فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن د اتصالاتو د شپږیزې لیګ سیالیو په لړ کې د مس عینک اتلان او د امو نهنګان دغه راز د کابل بازان د پامیر زلمي له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړ شي. دا مهال بست ټیم په لومړي مقام کې دی."
دغه لیګ چې اته لوبډلې پهکې برخه لري د اګست میاشتې تر پنځمې دوام کوي.
د افغانستان شپږيزه کرېکټ سيالۍ چې کابل کې روانې دي يو شمېر بهرني لوبغاړي هم پهکې لوبيږي.