د کانګرس يوه غړې: اوکراين کې تر ۷۵ زره ډېرو روسي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
دا شمېره د هغو ټولو روسي پوځیانو نژدې نیمایي ده چې د فبروري له وروستیو را په دې خوا یې په اوکراین کې په جګړه کې برخه اخیستې ده.
له میشګان څخه د ډیموکرات ګوند استازې الیسا سلاتکین د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر د ادارې له یوه پلاوي سره تر محرمانه غونډې وروسته دا شمېرې له رسنیو سره شریکې کړې او ویې ویل چې دا ډېره لوړه شمېره ده.
د ډیموکرات ګوند غړې الیسا سلاتکین سي این این ټلوېزیون ته په داسې وخت کې د اوکراین په جګړه کې تر پنځه اویا زره ډېرو روسي پوځیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبره وکړه چې کییف د خرسون سیمې د بیا نیولو لپاره په ځوابي بریدونو لاس پورې کړی دی.
په روسیه کې د پوځیانو د مرګ ژوبلې شمېرې تل پټې پاتېږي حتی د سولې په وخت کې نه خپریږي.
د اوکراین د جګړې د تلفانو نوې شمېرې هم روسانو تر اوسه له رسنیو سره نه دې شریکې کړي.
د امریکا د متحد ایالتونو د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي ای اې وروستۍ شمېرې دا دي چې د اوکراین په جګړه کې تر اوسه پنځلس زره روسي عسکر وژل شوي دي.
سلاتکین په خپله هم په وروستیو کې اوکراین ته تللې وه، د دې په باور راتلونکې درې تر شپږو اونیو پورې ډېرې مهمې دي چې پهکې د اوکراین د جګړې مسیر څرګند شي.
اغلې سلاتکین وایي چې دا خبره یې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زلنسکي څخه د وروستي سفر پر مهال واورېده چې تر ژمي ډېر مخکې باید روسي ځواکونو ته سخته ضربه ورکړي او په ځانګړي ډول یې په جنوب کې وځپي.
روسي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو دا نوې شمېرې که چېرته تایید شي، روسانو ته ستر تلفات دي په تېره بیا په داسې وخت کې چې اوکراین د دغه هېواد په جنوب کې د خرسون د ستراتیژیک ښار د بیا نیولو لپاره په متقابلې حملې لاس پورې کړی.
په دې ښار کې تر جګړې مخکې دوه لکه نوي زره کسانو ژوند کاوه، اوس یې واک د ماسکو له لاسپوڅي ادارې سره دی او د جګړې په لومړیو کې دا ځای روسي عسکرو لاندې کړی و.
که چېرته اوکرایني ځواکونه دا ښار بېرته ونیسي نو د تور سمندرګي یو شمېر ساحلي سیمې به بېرته تر خپل واک لاندې راولي.