ازبکستان په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړېدو لومړنۍ چارې پیلوي
ازبکستان به روانه اونۍ په افغانستان کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د جوړېدو په موخه د لومړنۍ چارې پیل کړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې تاشکند ته د طالبانو تللي پلاوي هلته د ولسمشرۍ چارو د ادارې له چارواکو سره لیدلي.
وزارت وړاندې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، ټرانزیټ، کرنیزه برخه کې همکاریو او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د کار د پیل په اړه خبرې شوي.
د وزارت په وینا، افغان لوري د رېل پټلۍ د متخصصینو له خوا د نقشې د سروې په اړه خپل تیاری ښودلی او ازبک لوري ویلي چې د دې اونۍ له پیل سره سم به د سروې چارې د افغانستان په خاوره کې پیل شي.
د دواړو خواو ترمنځ همداراز هوکړه شوې، چې د افغانستان د کرنې د اصلاح لپاره به مرسته کوي په ځانګړې توګه د زراعتي ناروغیو د درملنې او مالداري لپاره به کلینیکونه جوړوي.
له هغې وروسته چې طالبان د دوهم ځل لپاره په ټول افغانستان واکمن شول د یو شمېر راپورنو له مخې ازبکستان هڅې روانې کړي څو له طالبانو سره خپلې سوداګریزې اړیکې عادی حالت ته وګرځوي.