په کابل کې د ازادې مبارزې سیالۍ ترسره شوې
په کابل ولایت کې د یو ایف سي سازمان لخوا ازادې مبارزې یا فري فایټ سيالۍ تېره ورځ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوې خبر پاڼه کې ویلي٬ چې د فري فايټ دغه سیالۍ د نهو ولايتونو نه ٢٨جوړو ورزشکارانو ترمنځ په کابل کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې. د دې ریاست په وینا، په دغو سياليو کې د لوګر ولایت لوبغاړی احسان الله جنګجو د ښو لوبو په کولو سره لومړى مقام ترلاسه کړ. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، جنګجو په ٥٨کيلو وزن کې خپل کابلي سيال ته ماتي ورکړه او لوبه يې په خپل نوم او لومړى مقام يې ترلاسه کړ. Читать дальше...