انګلستان د اروپايي جام ښځينهوو فوټبال اتلولي خپله کړه
د دغې لوبې لپاره چې د انګلستان په ویمبلي سټډیوم کې ترسره شوه، دومره نندارچیان ورغلي وچې له دې مخکې د دغه جام لپاره نه وو راټول شوي.
انګلستان په دې بریا سره چې په ویمبلي ستډیوم کې یې د له ۸۷ زره زیاتو مینه والو په مخ کې خپله کړه، په یوه نړیوال جام یا ایروجام کې د دا ډول یوې بریا لپاره ۵۶ کلن انتظار پای ته ورساوه.