د امريکا د استازيو جرګې مشرې پرون يو شمېر اسياسي هېوادونو ته سفر پيل کړ
پیکینګ خبرداری ورکړی چې، که مېرمن پلوسي له ټایوان څخه کتنه ترسره کړي هغه به یو لمسونکی اقدام وبولي.
د پلوسي له دفتره پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړې به په دې سفر کې سینګاپور، مالیزیا، جنوبي کوریا او جاپان ته لاړه شي.
چین په دې اړه وروسته له هغې غصه څرګنده کړه چې یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې پلوسي به ټایوان ته هم لاړه شي.
د چین کمونیستي رژیم ټایوان د خپلې خاورې یو جلا شوی ولایت بولي.