د طبيعي پېښو له امله زيانمنو شويو ته طالبان له نړيوالو مرستې غواړي
د دې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم ازادي راډیو ته وویل چې دمګړۍ پېښو ته د رسېدو وزارت کارکوونکي په سېلاب ځپلو سیمو کې د بیا وارې سېلابونو د زیانونو د مخنیوي په لارو چارو بوخت دي.
د دغه وزارت د معلوماتو په اساس تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه او ۱۵۸ نور ټپيان شوي دي.
خو له سيمې د راپورونو پر اساس داسې اندېښنې هم شته چې د مرګژوبلې کچه تر دې ډېره لوړه وي.