طالبانو يوې چينايي کمپنۍ سره د قشقري سيمې د ګازو او نفتو د استخراج قرارداد کړی
د مالیې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوکړه تېره ورځ د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت سره د یاد چنایي شرکت د۲۰ سلنه شراکت په کولو سره لاسلیک شوه.
د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد چنایي شرکت د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت په ملتیا به له دې وروسته د قوشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوي.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې دا ګام پورته کوي چې له دې وړاندې د نفتو او ګازو په برخه کې د لوړو بیو په تړاو زیاتې اندېښنې مطرح شوې وې.