پاپ فرانسس د منځنۍ اسیا هېوادونو غونډه کې ګډون کوي
په دې مراسمو کې د روسیې د ارتودوکس کلیسا مشر کیریل هم ګډون کوي.
واتیکان نن د اګست لومړۍ اعلان وکړ٬ چې پاپ به د سپټمبر له ۱۳ تر ۱۵ نېټې پورې د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د نړۍ د عنعنوي مذاهبو او مشرانو په اووم کانګرس کې برخه واخلي.
د قزاقستان د ولسمشر دفتر هم د دې سفر خبر ورکړی دی.
د واتیکان په بیان کې له کیریل سره د پاپ د لیدنې یادونه نه ده شوې٬ خو پاپ په خپله څو ځلې ویلي دي چې غواړي د روسیې د کلیسا له مشر سره وګوري.