د افغانستان برېښنا شرکت: د ګاونډيو هېوادونو برېښنا پورونه مو ورکړي
د دغه شرکت د سوداګري چارو رئیس مولوي عبدالرحمان ویلي چې افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ۱۳۸ میلیون ډالره پور ادا کړی دی.
ده ونه ویل چې ټولټال برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو څومره پوروړی دی.
خو د دغه شرکت مالي او اداري رئيس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تاجکستان نیمايي پور یې بېرته ورکړی دی.
افغانستان له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي خو تر ټولو ډېره برېښنا له ازبکستان څخه واردوي.