انتوني بلېنکن د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره پر افغانستان خبرې کړي
د قطر د باندنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې لیکلي چې د کمبودیا د کنفرانس په څنډه کې یې له خپل امریکايي ساري سره د افغانستان د حالاتو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړي دي.
د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو دا خبرې وروسته له دې کړي چې د شنبې په ورځ (جولای ۳۰) د امریکا بې پېلوټه الوتکو په کابل کې د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري برید وکړ اونوموړی یې وواژه.